کورياګانو تر دوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې

20 مرغومی 1396

د شمالي او جنوبي کوریا استازو پرون تر دوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د کوریا ټاپووزمې د غیر اټومي کولو، پوځي مسايلو او ژمنيو المپيکي سياليو کې د شمالي کوريا د ورزشي لوبډلو پر ګډون بحث وکړ.
د دواړو کوریاګانو استازو له دوو کلونو وروسته سره ولیدل او لومړنیو خبرو یې ځینې پايلې هم درلودې.
د جنوبي کوریا د اتحاد وزیر چن هې سانګ وویل، شمالي کوریا په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې خپل لوبغاړي او دولتي پلاوی به د پیونګ يانګ ژمنيو المپيکي سياليو ته واستوي.
د پیونګ يانګ ژمنۍ المپيکي سيالۍ د راتلونکې فبروري مياشتې په پنځلسمه نېټه پيلېږي.
د جنوبي کوریا د اتحاد وزیر همدا راز د کوریا ټاپووزمې پر غیر اټومي کولو ټینګار او شمالي کوریا ته وړاندیز وکړ چې د ځینو پوځي شخړو د مخنیوي په هدف د شمالي او جنوبي کوریا نظامیان خبرې پیل کړي.
سانګ زیاته کړه:
«موږ وړاندیز وکړ چې د نوي چینايي کال په خاطر د کورنیو د یو ځای کېدو پر سر خبرې وکړو، له دې سره په خوا کې موږ وړاندیز وکړ چې د دواړو کوریاګانو تر منځ پوځیان خبرې وکړي څو د یو شمېر رامنځته کېدونکو شخړو مخه ونیسي».
د شمالي او جنوبي کوریا استازو وروسته له هغه پرون سره وکتل او پر ځینو مسايلو موافقې ته ورسېدل چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون له جنوبي کوریا سره د خبرو لېوالتیا وښوده.
د امریکا متحدو ایالتونو، چین او جاپان د شمالي او جنوبي کوریا خبرې ګټورې بللې او هیله یې ښودلې ده چې د لانجو د هواري لپاره حل لارې وموندل شي.
شمالي کوریا هم په ډاګه کړې چې پرون یې له یوې جدي ارادې سره په دې خبرو کې برخه واخیسته او خبرې يې ښې تېرې شوې.
د شمالي کوریا د سوله ییز اتحاد د کمېټې مشر ري سان ګوان د غونډې په پیل کې وویل:
«موږ د نن ورځې خبرو ته له یوه جدي او رښتیني لیدلوري او د ورورولۍ له فکر سره راغلي یو او هیله لرو چې دا خبرې ښه پايله ولري».
د شمالي کوريا استازي ري سان ګوان تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، چې د جنوبي کوريا له استازو سره يې خبرې د دوستۍ په فضا کې شوې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.