المان کې (۱۵۰۰۰) کارګرانو کار بنديز کړی دی

20 مرغومی 1396

په المان کې زرګونو کارګرانو د سختو کاري شرايطو او کمو حقوقو له کبله په کار بنديز لاس پورې کړی دی.
ګارډين ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، د المان د ۸۰ کمپنيو تر ۱۵ زرو ډېرو کارکوونکو په ډله ييزه توګه کار بنديز اعلان کړی او د خپلو کاري شرايطو پر ښه کېدو ټينګار کوي.
دوی وړانديز کړی، هغه کسان چې په اونۍ کې ۲۸ ساعته کار کوي، نو هره مياشت دې د خپلو اولادونو او والدينو د پالنې لپاره ۲۰۰ يورو اضافي معاش هم ورکړل شي.
دغه راز دې هغو کسانو ته ۷۵۰ يورو کلنی اضافي معاش وټاکل شي چې له ګواښونو ډکې دندې ترسره کوي.
راپورونه وايي، کار بنديز د فلزکارۍ او موټر جوړولو په سکټورونو کې پر کار بوختو خلکو کړی، چې له کبله يې په المان کې دغه صنعت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
د پورشه په نوم د موټر جوړولو مخکښې کمپنۍ کارکوونکي هم په هغو کارګرانو کې شامل دي چې کاربنديز يې کړی دی.
د کارګرانو هغه اتحاديه چې په المان کې يې کار بنديز ته لاره هواره کړې ده ۳،۹ ميليونه غړي لري او غواړي هغه کسان چې د فلزکارۍ او برېښنا د انجنيرۍ په سکټورونو کې کار کوي بايد د پوره وخت کار ولري او د هغو کارګرانو په پرتله چې په نورو سکټورونو کې کار کوي بايد ډېر امتياز ولري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.