د جاپان د بهرنيو چارو وزارت: ډيپلوماسي به مو روان کال له نورو کلونو سره توپير ولري

20 مرغومی 1396

د جاپان د بهرنيو چارو وزير ژمنه وکړه چې په نړيواله کچه به د توکيو د سياستونو د پليتابه هڅې چټکې کړي او د جاپان ډيپلوماسي به لا ډېره فعاله وساتي.
د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو کونو، پرون د خپلو مامورينو او خبريالانو يوې ګډې غونډې ته وويل، چې روان کال به يې هڅې د تېر کال په پرتله ډېرې بدلې وي:
«موږ ته نه ښايي چې سږ کال هم د تېر کال په څېر عمل وکړو. په نړيواله کچه د جاپان د موقف د ساتلو لپاره بايد په چټکۍ سره پر مخ لاړ شو، ځکه نړۍ هم همدا کار کوي».
کونو وويل، که څوک غواړي چې ښه موقف ولري، نو بايد له نړۍ سره اوږه په اوږه مخکې لاړ شي.
د جاپان دغه لوړپوړي ډيپلوماټيک چارواکي، دغه راز په خپل وزارت کې د اصلاحاتو پر راوستو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ښې ډيپلوماسۍ لپاره بايد وړ او غوره ډيپلوماټان ولري:
«زموږ اقدامات داسې دي چې د اوږدمهالي لرليد پر ساتلو سربېره بايد جدي اصلاحاتو ته هم لاره هواره کړو. بايد داسې پر مخ ولاړ شو چې د جاپان خونديتوب ډاډمن کړو او زه غواړم چې دا کار په همدې روان کال کې وشي».
د جاپان د بهرنيو چارو د وزير غونډه او دا څرګندونې د شمالي او جنوبي کوريا د استازو تر منځ تر اوږده ځنډ وروسته د مذاکراتو له لومړني پړاو سره همهالي دي.
جاپان او جنوبي کوريا په لرې ختيځ کې د شمالي کوريا د اټومي پروګرام او توغنديزو ازموينو تر جدي ګواښ لاندې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.