نړۍ

وروسته له هغې چې سپینه ماڼۍ او کانګرېس د حکومت د چارو د دوام لپاره د بودجې پر لایحې جوړجاړي ته ونه رسېدل، د امریکا د حکومت چارې هم پرچاو شوې دي.د امریکا د استازو جرګې د فبرورۍ تر میاشتې پورې د حکومت د بودجې لایحه تصویب کړې، خو د دغه هېواد د سنا جرګه، په ټاکلي ضرب الاجل کې…
روسيې او چين د امريکا د نوې دفاعي تګلارې په مخالفت غږ پورته کړی او ويلي يې دي چې متحد ايالتونه پر نړۍ د خپلې برترۍ د غځولو هڅه کوي.د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د امريکا د دفاع وزير څرګندونې د ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف دي.د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس وړمه ورځ…
د پاکستان دیني عالمانو د ځانمرګو بریدونو پر ضد فتوا صادره کړه.تر ۱۸۰۰ زیاتو دیني عالمانو پر يوه ځای فتوا ورکړې چې ځانمرګي بریدونه د شريعت پر خلاف او ناروا دي.رسنيو پرون د حکومتي چارواکو له قوله ويلي وو، چې د صادرې شوې فتوا کتاب به خپور کړي. په پاکستان کې له کلونو راهیسې د ځانمرګو بريدګرو د روزنې مرکزونه…
د واشنګټن فريډم هاوس انسټېټیوټ پرون د سياسي حقونو او مدني ازادیو د له ‌منځه تلو په تړاو یو راپور خپور کړ.په راپور کې ويل شوي چې ډيموکراسي په وروستیو لسيزو کې له جدي بحران سره مخ ده.راپور زياتوي، ۲۰۱۷ کال په ټوله نړۍ کې د ازاديو د کمېدو پرله‌پسې ۱۲م کال و او په ۷۱ هېوادونو کې مدني ازادۍ…
راپورونه وايي، د ميانمار او بنګله دېش چارواکي له بنګله دېشه د روهينګيايي کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو هوکړې ته سره رسېدلي دي.د فرانسې خبري اژانس ويلي، د ميانمار او بنګله دېش د حکومتي چارواکو د هوکړې پر بنسټ، له بنګله دېشه ميانمار ته د روهينګيايي کډوالو د بېرته ستنولو پروسه به له پيل کېدو دوه کاله وروسته بشپړه…
د امريکا د دفاع پخواني وزير چک هېګل ويلي، ټرمپ د امريکا شرم دی او دغه هېواد يې له ډېرو زيانونو سره مخ کړی دی.د هېګل دا څرګندونې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې دي چې د يو شمېر افريقايي هېوادونو اتباعو ته يې د خيرنو خطاب کړی و.چک هېګل له امريکايي رسنيو سره…
د ايران د تېلو هغه سمندري ټانکر چې څو ورځې مخکې يې اور اخيستی و، ډوب شوی دی.ډوب شوي ټانکر له ايران څخه جنوبي کوريا ته تېل لېږدول چې لس ورځې وړاندې يې د چين په جنوب کې د شانګهای اوبو ته نږدې له يوې بار وړونکې چينايي بېړۍ سره ټکر وکړ.په دغه ټانکر کې د څه باندې شپيتو ميليونو…
د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې له داعش ډلې سره په سوريه کې جګړه کوي، د دغه هېواد د سرحدونو د امنیت لپاره د ۳۰ زره کسیزه سيمه ييز پوځ په جوړولو کار کوي.دغه ائتلاف وايي، پوځیان به يې د سوریې د ډيموکراتیک پوځ تر کنټرول لاندې سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شي.د سوریې ډيموکراتیک پوځ له کرد جنګیالیو…
د اسرائيلو لومړی وزير په شپږ ورځني رسمي سفر هند ته تللی او ټاکل شوې چې په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ د توليد او دفاعي همکاريو پر پراختيا خبرې اترې وکړي.اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ويلي، چې نتنياهو به نن له خپل هندي سيال نرېندرا مودي او د هند له ولسمشر رامناټ ګووېنډ سره وګوري.د…
د عراق لومړي وزير حيدرالعبادي د دغه هېواد په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره نوی ائتلاف رامنځته کړی دی.حيدرالعبادي د النصره ډلې غړی دی او وړمه شپه يې د هادي العامري په مشرۍ له الفتح ډلې سره راتلونکو ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره د ائتلاف پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.رسنيو د باخبره سرچينو په حواله ويلي، چې د…
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سرګي ريابکوف وايي، امريکا پر روسيې بنديزونه لګوي، څو په دغه هېواد کې ولسمشريزې ټاکنې تر اغېزې لاندې راولي.د رویټرز خبري اژانس په يوه راپور کې ويل شوي، امريکا به د فبرروۍ په لومړيو کې پر روسيې له دې کبله نور بنديزونه هم ولګوي، چې د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې…