د ورځې دوه دقيقې ځغاسته د مېرمنو هډوکي کلکوي

د «اکزټر» برتانوي پوهنتون د څېړنې پر بنسټ د ورځې دوه دقيقې ځغاسته د ښځو هډوکي کلکوي.
څېړنه پر دوه نيم زرو ښځو شوې، چې په پايله کې يې د ځغاستې ګټه په غوڅه توګه ښکاره شوې ده.
هغه مېرمنې چې د ورځې لږ تر لږه دوه دقيقې ځغاسته کوي، هډونه يې تر هغو ۴٪ سلنه کلک وي، چې ځغاسته يا کوم بل سپورت نه کوي.
هغه مېرمنې چې پر ځغاستې سربېره لږ دروند کار هم کوي، هډونه یې تر نورو ۶٪ سلنه کلک دي.
څېړنې ثابته کړې چې ځغاسته او نسبتاً درانده کارونه د مېرمنو لپاره په پاخه عمر کې ډېره ګټه کوي.
ډېر کله د پاخه عمر لرونکې مېرمنې د هډوکو له ماتېدنې سره مخ کېږي، نو کومې مېرمنې چې ځوانۍ کې د ځغاستې يا نسبتا درانده کار شوق او عادت لري، هغوی به په پاخه عمر کې تر نورو هغو مېرمنو له لوړ مقاومته برخمنې وي، چې سپورت يا نسبتاً دروند کار يې نه وي کړی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.