د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيا کپ سياليو کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو اتلولي خپله کړه

افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام د يو ورځنيو سياليو پايلوبه كې پاكستان ته په سترې ماتې وركولو د دغو سياليو اتلولي خپله كړه. پايلوبه په ماليزيا كې ترسره شوه، پچه يې د پاكستان لوبډلې وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۸ منډې وكړې، خو د پاكستان لوبډلې په ۲۲ اعشاريه يو اورونو كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو يوازې ۶۳ منډې جوړې كړې. دا لومړى ځل و، چې افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته لار پيدا كړې وه، خو تر دې وړاندې درې ځلې نيمه پايلوبې ته وتلي و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.