کالم

اکامې؛ د انټرنېټي اسانتیاوو وړاندې کوونکې کمپنۍ، چې د امريکا په ماساچوسټ ايالت کې موقعیت لري وایي: انټرنېټ يې په منځنۍ توګه په هره ثانيه کې ۶.۳ مېګابایټه ډېټا لوډ کولای شي. سره له دې چې په يوه ثانيه کې د ۶،۳ مېګابايټه ډېټا لوډ کېدل د انټرنېټ غوره سرعت دی او د دغسې چټک سرعت درلودونکي نېټ په مرسته…
مشهور لیکوال زیګ زیګلار وایي، پيسې هر څه نه دي،خو د پیسو اهمیت د اکسېجن په کچه دی. کله، چې خبره د پیسو کېږي، ډېر خلک د معنویت خبره مطرح کوي. سمه ده، چې معنویات تر مادیاتو غوره دي، خو معنویات خپل ځای لري او مادیات خپل. هڅه وکړئ چې دوه بېلا بېل موضوعات سره ګډ نه کړی.دا سمه ده،…
د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې په نیمایي کې نیپال له چین سره هغه تړون لغوه کړ، چې له مخې یې د چینایي کمپنۍ له خوا په دغه هېواد کې د اوبو د برېښنا یو لوی بند رغول کېده.دغه هېواد، چې د افغانستان په څېر په وچه کې راګېر دی، د برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی.د یادې…
ځوان په رستورانت کې د برګر په خوړلو بوخت و، خوښي یې پر تندي له ورایه ښکارېده، له برګره به یې چې هره ګوله پورته کوله، په رستورانت کې به یې دېخوا او ها خوا کتل، که به چا ورته وکتل په شونډو کې به یې ورته اوږده خندا وکړه، په دې وخت کې رستورانت ته دوه نور کسان، چې…
هغه کسان چې غواړي شتمن شي او یا هم شتمن دي د ځان لپاره خپلې تګلارې لري. ځینې د چانس له لارې شتمن کيږي او ځینې نور بیا د سخت کار او زیار له کبله خپل ورځني عواید لوړوي او شتمن کيږي. خو معمولاً شتمن کسان ځینې شریک عادتونه لري. ولې ځینې کسان تر مرګه شتمن پاتې کيږي او ځینې…
د سویډن حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د (The Swedish Institute Study Scholarships) په نامه د ۱۴۰ هېوادونو لپاره د ماسټرۍ وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي دي چې افغانستان هم پکې دی. دغه سکالرشیپونه د بېلابېلو ساینسي او ټولنیزو علومو په برخو کې دي. د (سي. آی. اېس. اېس) سکالرشیپونو پروګرام په چوکاټ کې شاملو پوهنتونونو لپاره د غوښتنلیک د استولو…
تمرکز د مطالعې لپاره تر هر څه مهم دی. که مو نه درلود مطالعه مو د وخت ضایع کېدل دي. کله چې مطالعې ته کښېنی، تر هر څه لومړی به نور فکرونه، سوچونه، اندېښنې او هر هغه څه چې پام مو په بله اړوي له ځانه لرې کوی. تمرکز د مطالعې د ملا تیر دی. ښايي دې ته به مو…
مجازي پیسې له تېرو پنځو کلونو را هیسې د ګټو دوامداره سرچینه ده. خو اوس له بېټ کوین سره دلچسپي د پخوا په پرتله زیاته شوې ده. ارزښت یې ۱۹۰۰۰ ډالرو ته رسيږي. ولې؟ ایا بېټ کوین د اسعارو راتلونکی دی؟ ایا دا د چلښت وړ پیسې دي؟ د څه لپاره دي؟ او ایا و یې پېرو؟ د لیکنې په…
 د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې بيجېنګ او اسلام‎ اباد به افغانستان ته د چین –پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژې پر غځولو غور وکړي. دا اعلان د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له درې اړخیزې ناستې وروسته د چین په پلازمېنه بیجېنګ کې وشو او افغان…
ښايي د ښوونځي له زده کونکو او د پوهنتون له محصلینو مو ډېر اورېدلي وي چې وايي، مطالعه کوو خو په ذهن کې مو ځای نه نیسي، خسته کوي مو او زړه مو ورته تنګیږي. یا به مو له ځينو مشرانو هم اورېدلي وي چې وايي، اوس لکه پخوا مطالعه نه شو کولی، خوب را باندې راولي، خسته کوي مو…
ډېر خلک فکر کوي، چې پر ليکنه ټول فعاليتونه يې د لويو کمپنيو او سازمانونو تر څار لاندې دي. د دوی فکر سم دی، خو د ټکنالوژۍ پنځه لويې کمپنۍ (Facebook, Netflix, Amazon, Apple, Google) له دې څاره مستثنی دي او هېڅوک نه شي کولی چې په اسانۍ سره د دې کمپنيو په اړوندو پروګرامونو کې د چا پټ معلومات…