کتاب

په دغه کتاب کې د روسیې پر سیاست او حکومت، د پوتین پر ژوندلیک، کارېزما، رهبرۍ، بهرنیو اړیکو، رسنیو او د شوروي اتحاد د پاشلتیا پر پیلامه او د نننۍ مقتدرې روسیې او په هغې کې د پوتین په رول جامع او هر اړخیز بحث شوی دی.دا کتاب په ۲۰۱۴ کال کې د مصري ژورنالیست ډاکتر ساعي عماره له خوا…
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه د امریکایي لیکوال مایکل ولف مشهور سیاسي کتاب «اور او غوسه» تازه چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی. په انګریزي ژبه لیکل شوی دغه کتاب ۳۴۰ مخونه لري. په دې سیاسي کتاب کې چې ولسمشر ټرمپ يې په ځلونو د خپرېدو د مخنيوي هڅه کړې د نوموړي د شخصیت، رهبرۍ، مدیریت…
د مدیریت قوانین، کتاب د ځان بسياینې په برخه کې د نړۍ مشهور او ډېر پلورل شوی کتاب دی. یاد انګرېزي کتاب دوې برخې او ۲۳۰ مخونه لري. کتاب انګرېز لیکوال ریچارډ ټېمپلر لیکلی دی. د کتاب په لومړۍ برخه کې د کارډلې (ټیم) جوړونې په اړه پراخ بحث شوی دی، د دې موضوع اهمیت، ګټې، مثبتې او څو اړخيزې…

The concise 48 law of Power

06 مرغومی 1396
د قدرت ۴۸ قوانین، کتاب د ژوند په ټولو برخو کې د قدرت رول، عناصر او د ځواکمنتیا لارې چارې بیانوي. نوموړی انګریزي کتاب د امریکایي لیکوال رابرت ګرین له خوا په ۱۹۹۸ کال کې چاپ او بازار ته وړاندې شوی. کتاب ۱۹۵ مخونه، یوه سریزه او د ۴۸ قوانینو د تشریح محتوا لري. د کتاب له لیکلو څخه د…
د یوه رهبر ۲۱ اړینې ځانګړنې کتاب د رهبرۍ د مشهور روزونکي او متشبث جان سي مکسوېل انګليسي اثر دی. کتاب ۱۵۵ مخونه، یوه سریزه او ۲۱ څپرکي لري. د کتاب په لومړي څپرکي کې د شخصیت تر عنوان لاندې د رهبر دا مهمه او اړینه ځانګړنه تشریح شوې او له رهبرانو سره یې د دې برخې د بډاینې او…
طالبان له کندهاره تر مزاره کتاب د طالبانو د غورځنګ د منځ ته راتګ، مبارزې، حکومتولۍ، اړیکو او سقوط په اړه د سیاسي تاریخ یوه مستنده ټولګه ده چې د ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی دی.کتاب ۳۵۱ مخونه، یوه سریزه او څه باندې اویا عنوانه لري…
د سیاسي اسلام ماته کتاب د فرانسوي لیکوال اولیویه روه اثر دی چې د اسلامي غورځنګونو پر فعالیتونو یې منتقدانه بحث کړی دی. له دري ژبې څخه د یاد کتاب پښتو ژباړه د هېواد نومیالي ژورنالېست او ژباړن ښاغلي محمد زبیر شفیقي کړې ده. کتاب ۲۸۶ مخونه لري او تازه د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دی. ټول…

My Enemy’s Enemy

08 ليندی 1396
زما د دښمن، دښمن کتاب د هند - افغانستان د اړیکو په تړاو بشپړ او وروستی خپور شوی کتاب دی. کتاب په ټوله کې ۳۲۰ مخونه لري او په دریو برخو وېشل شوی دی. د کتاب په لومړۍ برخه کې چې په څو څپرکو وېشل شوې، د هند پر بې پلويتوب بحث شوی او د هند - افغانستان د اړیکو…
د رهبرۍ ۲۱ منل شوي قوانين کتاب د امريکايي ليکوال او د رهبرۍ په برخه کې د نړيوال روزونکي جان کالوين ماکسوېل اثر دی. د ياد کتاب پښتو ژباړه ۲۸۷ مخونه لري چې په هر څپرکي کې يې د رهبرۍ هر يو منل شوی قانون تشريح شوی دی. ليکوال په دې کتاب کې د رهبرۍ اړوند ۱۷ کيسې او څو…
دا عجیبه نړۍ جوسټین ګارډر نارویژي لیکوال د علم او حکمت سره د مینې په بنیاد په فلسفي نقشه جوړه کړې ده. دا ښکلې دنیا د برجونو ، مرمرو او تیږو، خښتو پر ځای په لفظونو ودانه ده. دا نوې دنیا لوستونکي او پکې اوسیدونکي د ناول په نوم یادوي. د ناول مرکزې لوبغاړې سوفي اموندسن پېغلوکه نجلۍ ده. سوفي…
اقتصادي درسونه کتاب د اقتصاد اړوند د څه باندې پنځوسو موضوعاتو ټولگه ده. کتاب ۱۲۷ مخونه لري او د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا چاپ شوی دی. د کتاب ليکوال ښاغلی نصير کوټوال دی چې په دې اړه ليکي:«اقتصادي درسونه کتاب په همیانۍ اقتصادي ورځپاڼه کې زما د خپرو شوو مقالو ټولګه ده. د نوموړو مقالو لومړی ټوک پخوا چاپ…