دریځ

د امریکا، روسیې او چین سیالي جدي پړاو ته ننوځي. اوس امریکا په ښکاره وايي چې د چین او روسیې پرمختګ او پیاوړتیا ورته ګواښ دي. تازه د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي چې له دې وروسته له ترهګرو سره د مبارزې پر ځای، د خپلې پوځي پیاوړتیا پر لوړولو ډېر تمرکز کوي، څو وکولی شي له چین او…
د کورنیو چارو وزیر په رسمي ډول ومنله چې ځینې پولیس په ناقانونه کړنو کې لاس لري. ویس احمد برمک وايي، په دې تړاو د خلکو نیوکې مني او هڅې یې پیل کړې دي چې د پولیسو لیکې له مفسدو، له وسله والو سره له اړیکو لرونکو او هغو کسانو پاکې کړي چې ناقانونه کړنې کوي. که څه هم په…
په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو غونډه وشوه. په دغه غونډه کې چې ویل کېږي د حزب اسلامي په منځګړیتوب شوې ده، پنځو طالبانو برخه اخیستې ده. ویل شوي چې په غونډه کې د ملا عبدالروف او ملا عبدالحلیم په ګډون څلور طالبان د ملا رسول له ډلې وو. ادعا شوې وه چې د ملا هبة الله په…
نږدې یوه میاشت کېږي چې عطامحمد نور له دندې ګوښه شوی، خو حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې په عملي ډول یې له دندې ګوښه کړي. په تازه ګام کې په کابل کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د عطا محمد نور لاسلیک ناچله اعلان کړی، خو عطا محمد نور بیا توند غبرګون ښودلی. هغه ویلي چې حکومت مې…
امریکايي چارواکي وايي زر نور پوځيان افغانستان ته لېږي. دغه راز ګڼې بې پیلوټه الوتکې هم افغانستان ته را لېږل کېږي چې په افغانستان کې د مخالفینو پر ضد جګړه کې وکارول شي. د امریکايي چارواکو په خبرو کې ویل شوي چې دا کار د داعش د ځپلو په موخه کېږي. افغان چارواکو هم د دې پرېکړې هرکلی کړی او…
عطا محمد یو ځل بیا حکوت ګواښلی او ویلي یې دي چې څوک یې له دندې نه شي لرې کولی. نوموړي دغه راز ویلي چې که حکومت یې پر ضد امنیتي ځواکونه وکاروي، نو دا ځواکونه به تجزیه شي، ځکه چې د عطا محمد نور په وینا اتیا سلنه یې د ده پر ضد جګړه نه کوي. نوموړي په ټینګار…
اجرائیه رییس په رسمي ډول د الکټرونيکي پېژندپاڼو په وېش کې د ځند ملاتړ کړی دی. ډاکټر عبدالله د دغه ځنډ لامل د ولس غوښتنو ته پام بللی دی. نوموړي چې پرون یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې الکټرونیکي پېژندپاڼې د ولس تر منځ د ستونزو سبب ګرځېدلې دي، نو باید په دغو پېژندپاڼو کې…
په کابل کې سیاسي لانجو په ولایتونو کې پر نا امنیو او په ځانګړي ډول د داعش پر فعالیتونو سیوری غوړلی او په دې تړاو خلکو ته معلومات نه رسیږي. د داعش د زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه د روسیې د ځانګړي استازي له خبرو وروسته دفاع وزارت ویلي وو چې داعش ډله په افغانستان کې شته، خو ځپل شوې او…
امریکا لا هم پر پاکستان د فشار خبره کوي، خو پاکستان بیا مقاومت کوي. د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي چې له پاکستان سره کېدونکې نږدې دوه میلیارده ډالره مرستې یې ځنډولې دي او دې ته اندېښنه نه لري چې پاکستان عکس العمل ښکاره کړي. هغه دا اندېښنې هم ناسمې ګڼلې دي چې ګواکي پاکستان به امریکا ته…
حکومت ته د عطا محمد نور له ګواښونو وروسته په ارزګان کې څو ځوانانو ته وسلې په لاس کې ورکړل شوي چې د حکومت ملاتړ وکړي او عطا محمد نور ته غبرګون وښيي. د ارزګان په مرکز کې پرون لسګونه ځوانان را ټول شوي وو او د عطا محمد نور وروستیو ګواښونو ته یې غبرګون ښوده. دوی چې وسلې ورسره…
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ یو ځل بیا ځنډېدلي ده. د نفوسو د ثبت او احوالو مرکزي اداره وايي، چې دوی پوره تیاری لري، خو د ولسمشر د بوختیاوو له امله د پېژندپاڼو د عملي وېش لړۍ ځنډېدلې ده. د دې ادارې چارواکي وايي، ولسمشر ورته باید نېټه معلومه کړي چې کله دا لړۍ پیل کړي. ځیني کسان بیا…