تحلیل

د ارګ عادي مامورین ټول رخصت شوي وو. درې ورځې د هیئت تر راتګ وړاندې ارګ خالي شوی و او د امنیت شورا د پلاوي راتګ ته پوره تیاری نیول شوی و. دا له څه باندې اوو کلونو وروسته د افغانستان لپاره یو غوره فرصت و، چې خپلې ستونزې تر نړیوالو ورسوي. له اوو کلونو وروسته د یوه مهم نړیوال…
تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال د اروپا لپاره د ټاکنو له پلوه له لاسته راوړنو ډک و. خو د دې لويې وچې ګڼ هېوادونه سږ کال هم ټاکنې په مخ کې لري چې اغېز به يې نه يوازې پر اروپا بلکې پر ټولې نړۍ جوت وي. تمه ده سږ کال هم ډېرې مشهورې او مطرح څېرې، د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو…
له کلونو راهیسې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې د خبرو هر کلی کوي او وايي په دې برخه کې په هڅو بوخت دي. دا مسئله هغه مهال ډېره توده شي، چې وسله والې ډلې په اصطلاح ژمنۍ رخصتۍ پيل کړي، له جګړو لاس واخلي او د خپلې پياوړتیا لپاره خپلو روزنځایونو ته ستنې شي او…
دا د امریکا او د رباني په غوښتنه د (غټو، غټو) بمونو زور و چې د کابل ورانوونکي او د بې ګناه کابلیانو وژونکي جهادیان يې یو ځل بیا په کابل واکمن او یا يې وروسته کابل ته لکه د کابل د فاتح؟ په څېر د بېرته ننوتو شراېط ورته برابر کړل.د شوروي پر ضد د افغانستان د خلکو له…
د رسنیو په ګرم بازار کې د شهرت تږي او بې مسوولیته خبرې کوونکي ښه پرېمانه شول. دلته چې تر ډېره دندې، بوختیاوې او مسوولیتونه د تخصص پر بنسټ نه، بلکې د شخصي سلیقې او خپلې خوښې له مخې وېشل کېږي، نو هر څه ګډوډ شوي دي. په تېره بیا د رسنیو په برخه کې دا مسئله ډېره را مخ…
ایران د روانې جنورۍ پر ۳ مه، وروسته تر هغه امريکا د ایران په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایراني حکومت ضد لاریونونو ملاتړ اعلان کړ.د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه يي پر خپلې رسمي وېبپاڼې لیکلي وو چې: «په وروستیو ورځو کې د ایران دښمنانو د پیسو، وسلو، سیاست…
د ملي یووالي حکومت له لومړۍ ورځې له داسې کشمکشونو سره مل دی، چې ښايي ځینې یې ان د حکومت تر پایه دوام وکړي. له لومړۍ ورځې د ملي یووالي د حکومت مشر ډاکټر اشرف غني د ولایتونو والیان او امنیه قومندانان سرپرستان کړل او په مياشتو مياشتو دغو چارواکو د سرپرستانو په توګه دندې تر سره کړې. له هغه…
دا څه ډول منطق دی؟ وايي افغانستان منو او افغان نه منو، په داسې حال کې چې افغانستان یوه مرکبه کلمه ده چې افغان د افغان او (ستان) د ځای په معنا دي یعنې د (افغانانو د اوسيدو ځای) معنا ورکوي، خو افغان نه مني، ځکه افغان د پښتون په معنا بولي. په تاریخي لحاظ، په منطقي لحاظ، په رسمیاتي…
 په ایران کې د فاطمیون پوځي لوا مسوولینو له ایراني رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سوریې په جګړه کې دوه زره افغانان وژل شوي او له اتو زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. فاطمیون چې خپله جګړه د «سپېڅلو ځایونو د ساتنې جهاد بولي» او په وینا یې پرته له دې چې کومه پوله په…
برېښنايي پېژندپاڼې د ټول ولس لپاره په یوه ستونزه بدلې شوې دي. الکټرونیکي پېژندپاڼې د ښې حکومتولۍ او شفافیت لپاره خورا ارزښتناکې دي خو په هېواد کې ځینې سیاسي ستونزې او د ځینو وړو ډلو ناندرۍ د دې لامل شوې چې د دغو پېژندپاڼو په وېش کې په ځلونو ستونزې رامنځ ته شي. د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ستونزه نږدې…
په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د طالبانو د امارت تر پرځول کېدو وروسته، نوې ادارې په لومړي اقدام کې د افغانستان لپاره د نوي (اتم) اساسي قانون پر جوړولو لاس پورې کړ.د ۱۳۸۲ لمريز کال د ليندۍ له ۲۲مې بيا د مرغومې تر ۱۴مې نېټې پورې په کابل کې لویه جرګه دايره شوه او همدې جرګې تر اوږدو بحثونو او…