عبدالله د مافيا په ګټه د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې د ځنډ ملاتړ کوي

د ملي يووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې ځنډ پر ځای کار وباله او ويې ويل، تر هغه چې د خلکو غوښتنې په پام کې نه وي نیول شوې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش به ځنډېدلی وي.
د عبدالله دې څرګندونو د ملي شورا د غړو، عامو خلکو او سیاسي شنونکو غبرګونونه را پارولي او ويل کيږي چې نوموړي د پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې د یوې سترې مافیايي کړۍ په خوښه خنډ جوړ کړی دی.
عبدالله په داسې حال کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په پيل کې ځنډ پر ځای کار بللی، چې د نفوسو د احوالو ثبت قانون ټولې حقوقي او قانوني ستونزې هوارې شوې او د دغه قانون د تعديل په اړه د ولسمشر فرمان هم د ملي شورا د مختلط کمېسيون له لوري تصويب شوی دی.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي، افغانستان د چا په اجاره نه دی، چې له قانون پورته د ملي پروسو مخه ونیسي.
نوموړي تېره ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل، د نفوسو د احوالو د ثبت قانون ټولې قانوني پروسې بشپړې شوې او که اجرائیه رییس یا بل هر څوک یې په اړه ملاحظه لري باید له قانون سره سم مخکې ولاړ شي.
مسلمیار وويل، حکومت باید نور د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ونه ځنډوي او که دا کار کوي روانې ستونزې به څو چنده کړي.
سیاسي کارپوه اسدالله داوودزی وايي، اجرائیه رییس په دې وروستیو کې د خپلو پخوانيو ملګرو له فشارونو سره مخ دی نو ځکه غواړي له دغه فشاره د خلاصون لپاره پېژندپاڼې هم د یوې وسیلې په توګه وکاروي.
نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، هغه کسان چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مخالفت دي لویه برخه یې په وروستيو کې له اجرائیه رییس سره هم په مخالفت اخته دي، نو عبدالله عبدالله نه غواړي له هغوی سره لا ډېر ټکر وکړي.
داوودزی همداراز زیاتوي، په پېژندپاڼو کې د دین او ملت کليمو د لیکلو موضوع اصلاً دومره لویه نه ده لکه کمپاین چې ورته کېږي.
د هغه په باور، د افغانستان اساسي قانون د افغانستان په خاوره کې اوسېدونکي کسان تعریف کړي خو اوس یو شمېر سیاستوال په دې نوم چې هویت پرې تپل کیږي اختلافات زیږوي.
اسدالله داووزی وايي، هویت پر هېچا نه شي تپل کېدای؛ خو هغه څه چې قوانینو واضح کړي باید عمل پرې وشي.
د کابل د ولایتي شورا غړی واقف الله روحاني وايي، عبدالله عبدالله د مافیا په ګټه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مخه نیولې ده.
نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش سره د افغانستان ګڼې ستونزې حل کېږي او هر څوک چې یې مخه نیسي هغوی د دښمن ژرندې ته اوبه ور اچوي.
روحاني وايي، که اجرائیه رییس د افغانیت مخالف وي، ولې یې د اساسي قانون په رڼا کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، ځکه هغه څوک چې افغان نه وي ځان ولسمشرۍ ته نه شي نوماند کولی.
هلمند مېشتی فعال اسماعیل شرعتیار وايي، که اجرائیه رییس د پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې خنډ کېږي خلک به یې پر وړاندې راپورته شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.