پنټاګون: پاکستان ته مو ډانګ پېيلي ويلي، چې له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه وکړي

د امریکا د دفاع وزارت يا پنټاګون له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرو پر ضد پرېکنده عمل وکړي.
د پنټاګون ویاند ډګروال روب منېنګ ويلي، امریکا پاکستان ته ډانګ پېیلي ویلي، چې په خپله خاوره کې د طالبانو، حقاني شبکې او هغو ترهګرو پټنځي له منځه يوسي چې په افغانستان کې بريدونه تنظيموي.
ډګروال روب منېنګ يوې خبري غونډې ته ويلي چې له پاکستان سره ګډ‌ کار کول غواړي، خو په وينا يې د دې لپاره رښتينولۍ ته اړتيا لري.
امریکا تېره اونۍ له پاکستان سره د ۲۵۰ میلیونو ډالرو مرسته وځنډوله.
له هغه مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان تورن کړی و چې له واشنګټن مرستې ترلاسه کوي، خو د ترهګرۍ ضد اقداماتو کې بيا دوه مخي کوي.
روب منېنګ ويلي، د ترهګرۍ ضد هڅو په تړاو له پاکستان سره په ۲۰۱۷ کال کې کېدونکې ۹۰۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډول شوې ده.
ډګروال منېنګ زیاته کړې چې پر پاکستان مرستې يو مخ بندې شوې نه دي، بلکې يوازې ځنډول شوې دي.
ده ويلي هیله لري، پاکستان د هغو ترهګرو او توندلارو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي چې امریکا يې غواړي:
«امریکا پاکستان ته ویلي چې دوی باید په دې برخه کې ځانګړي او پرېکنده ګامونه واخلي».
تېره پنجشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې له پاکستان سره یې نږدې ټولې امنیتي مرستې ځنډولې دي.
خو پاکستان یې په غبرګون کې وویل، چې یو اړخيزې پرېکړې او په خپل سر د موخو بدلول را بدلول موخو ته رسېدل له ستونزو سره مخ کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.