ولسمشر: وکيلان دې د خپلو خپلوانو د مقررولو لپاره وزارتونو ته نه ورځي

ولسمشر محمداشرف غني وايي، هغه کسان چې د پولیسو په لیکو کې په واسطو او بډو مقرر شوي یا یې غلا کړې او یا له سنګره تښتېدلي دي.
غني چې پرون يې په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د ۴۴۶ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله وویل، په پولیسو کې د هېچا د ګومارنې غوښتنلیک به تر فشار لاندې لاسلیک نه کړي.
ولسمشر غني د پولیسو پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او ويې ویل، یوازې د ټوپک په زور په افغانستان کې ثبات نه راځي، بلکې پر پولیسو د خلکو باور د ټولنیز ثبات لامل کېږي.
هغه زياته کړه:
«زه د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوم، چې له دې وروسته د ټولو ځوانو افسرانو، لوړ رتبه افسرانو، تعینات، تبدیلي، ترفیع او اجراءات، د افسرانو د ذاتي قانون پر بنسټ ترسره شي. د کورنیو چارو وزارت منسوبین نه شي کولی چې په انفرادي ډول او شخصي واسطو د تقرر او تبدیلۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي. هغه کسان چې په واسطو مقرر شوي له سنګر څخه تښتېدلي او هغه کسان چې په پیسو مقرر شوي، په سبا یې غلا کړې ده».
غني وويل، د پولیسو د اصلاحاتو بهیر سلیقوي نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو په اساس ترسره کیږي، په داسې حال کې چې وړاندې يې په ځلونو په کورني، چارو وزارت کې له فساده سر ټکولی و او يو ځل خو يې ان دغه وزارت ته د فساد د زړه خطاب هم کړی و.
ولسمشر د ملي شورا په غړو غږ وکړ چې د خپلو خپلوانو د مقررولو لپاره وزارتونو ته لاړ نه شي او که لاړ شي، نو د خبرو بهیر به يې ثبت او رسنیو ته وسپارل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.