د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مرکز په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې هره ورځ تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان بېځايه شوي دي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ زیات افغانان د جنګ جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبور شوي دي.
اوچا د ۲۰۱۸ میلادي کال د لومړۍ اونۍ په راپور کې ویلي، تېر میلادي کال په افغانستان کې له ۴۴۸۰۰۰ څخه زیات افغانان له خپلو مېنو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي، چې د دې شمیرنو پر بنسټ، هره ورځ تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان بېځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي: «ترټولو ډېرې بېځایه شوې کورنۍ، چې د غړو شمېر يې (۱۲۳۵۳۸) تنو ته رسېږي د په ننګرهار ولایت کې بېځایه شوې دي. ورپسې بيا (۳۹۵۵۰) تنه په کندز او (۲۶۶۵۹) تنه په بادغیس ولایتونو کې بېځایه شوي دي».
اوچا په خپل راپور کې تېر میلادي کال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شويو افغان کډوالو شمېرې هم خپرې کړې دي.
اوچا د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) د راپور له مخې ويلي، په تېر میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه د قانوني اسنادو نه لرونکي (۴۶۲۳۱۶) افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي.
په دې ډله کې (۹۸۱۹۱) تنه له ايران او پاتې يې بيا له پاکستان څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي.
د اوچا په راپور کې ویل شوي، چې په تېر میلادي کال کې له ایران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو څخه يوازې (۵۸۸۱۷) افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته را ستانه شوي دي.
په راپور کې د افغانستان او ایران تر منځ د اسلام قلعې په سرحدي سیمه کې د مالي امکاناتو د نشتوالي له کبله د یو روغتیایي مرکز د تړل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
اوچا ويلي، چې پر دې ټولو سربېره يې، په بادغیس ولایت کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوي اته روغتيايي مرکزونه بېرته پرانيستي؛ خو ويلي يې دي چې د غور ولایت په چغچران ولسوالۍ کې يې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ درې روغتیایي کارکوونکي او د هغوی دوه همکاران وسله والو نیولي وو چې يوه ورځ وروسته بېرته خوشي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په داسې حال کې د افغان کډوالو او بېځايه شويو کورنيو د وضعيت په تړاو د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ اونۍ رپوټ خپور کړی چې پاکستان په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته يوه مياشت وخت ورکړی، څو په پاکستانه ووځي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.