سرور دانش: برېښنايي پېژندپاڼې قومي توندلارو يرغمل کړې دي

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسه يو شمېر بنسټپالو او قومي توندلارو يرغمل کړې ده.
دانش، چې پرون يې د اساسي قانون د تصويب د څوارلسمې کليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وینا کوله وويل چې اساسي قانون په هېواد کې قومي تکثر په رسمي ډول منلى او له دغه اړخه د هېواد ټولو قومونو ته په برابر درناوي قايل دى. ده وويل، د اساسي قانون له نظره هېڅ يوه ډله له هرې ادعا سره پر بله ډله لوړتيا نه لري او هېڅ کومه قومي ډله نه شي کولى چې خپل ځانګړى ليدلورى پر ټولو وتپي.
دانش وويل: «د هېواد ټولو ملي، قومي او سياسي شخصيتونو ته په درناوي سره په جدي ډول غواړم چې په دې مواردو کې په نرمۍ او لرليد سره عمل وکړي».
د ملي يووالي حکومت دغه چارواکي وويل چې برېښنايي پېژندپاڼې د افغانستان ستر، ملي او مهم پروګرام دى او ميليونونه ډالره لګښت پرې راغلى دى.
دانش وويل: «سره له دې چې خلک د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ته په بې صبرۍ انتظار باسي، خو دا مهم ملي پروګرام چې په هر سبب وي، د يو شمېر قومي تندلارو او بنسټ پالو له لوري يرغمل شوى دی».
د ولسمشر دويم مرستيال زياته کړه چې د ملي هويت اړوندې نښې لکه دين، قوميت، ژبه، د هېواد نوم، بيرغ، ملي سرود او نور... د هېواد په اساسي قانون کې تنظيم شوي دي.
هغه ټينګار وکړ، هر هغه کس چې په دې برخه کې وړانديز او د تعديل طرحه لري، هغه مهال دې يې مطرح کړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې تعديل راځي، نه د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه چې يو ملي سند دى او په ټولو برخو کې ورسره ډېرې ګټې تړلې دي.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشر د فرمان له مخې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د تېرې اونۍ په ترڅ کې پيل شي، خو دغه کار د سياسي مخالفتونو له کبله ځنډول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه رييس عبدالله عبدالله هم د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې د ځنډ ملاتړ کړى او ويلي يې دي چې لا هم د دغه بهير په اړه جدي بحثونه شتون لري. د عبدالله په خبره، برېښنايي پېژندپاڼې بايد د افغانانو تر منځ د بېلوالي سبب نه شي او تر هغه چې په دې اړه موجود اختلافونه هوار نه شي، نو د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسې ځنډول پر ځای کار دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.