د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت: په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو د اکمالاتو لپاره د پاکستاني لارو بديل لرو

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، په افغانستان کې د خپلو مېشتو پوځيانو د تجهيز او اکمال لپاره يوازې د پاکستان پر لارو تکيه نه کوي او که پاکستان لارې پرې بندوي، دوی به د خپلو پوځيانو د تجهيزولو او اکمالولو لپاره له بديلو لارو ګټه پورته کړي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال ویاند (کوون فوکنر) ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په بېړنیو حالاتو کې به د خپل ماموريت د دوام لپاره له بېلابېلو انتخابونو کار اخلي.
فوکنر په ځانګړي ډول د کوم انتخاب يادونه نه ده کړې.
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د تجهيز او اکمال د لارو پر بندولو بحثونه پيل کړي دي.
اسلام اباد وروسته له هغې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارو پر بندولو بحثونه پيل کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې مېلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزې کې په دوه مخۍ تورن کړ.
تر دې وروسته بيا د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې امریکا له پاکستان سره کېدونکې نږدې دوه میلیارده ډالره مرستې ځنډولې دي او د پاکستان د غبرګون پروا هم نه ساتي.
د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس په پنټاګون کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، له پاکستان سره يې خبرې روانې دي او که دغه هېواد له ترهګرو سره رښتينې مبارزه وکړي نو متحد ايالتونه به ځنډول شوې مرستې بېرته پيل کړي.
له بلې خوا ټاکل شوې چې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايوف د روانې ميلادي مياشتې په وروستيو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه واشنګټن ته سفر کوي. اټکل کيږي چې ښايي ټرمپ له نظربايوف سره په افغانستان کې د مېشتو امريکايي او ناټو سرتېرو د اکمالاتو په اړه هم خبرې وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.