يوازې د مرستو بندول، پاکستان د ترهګرو له ملاتړه نه را ګرځوي

سیاسي او پوځي چارو ځينې شنونکي وايي، که امریکا پر پاکستان د فشار اراده لري او یا له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه کوي؛ یوازې پر پاکستان د محدودو مرستو درول یا یې ځنډول دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه نه راګرځوي نو ځکه اړتیا ده چې د پاکستان پر وړاندې نور ګامونه واخیستل شي.
د شنونکو په باور، امریکا پخوا هم پاکستان ته د مرستو بندولو ګواښونه کړي وو؛ خو دغه هېواد د ترهګرو د ځپلو پر ځای هغوی لا پياوړي کړي.
پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، امریکایان اوس هم په واضح ډول نه وايي، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي بلکې وايي، چې پاکستان د ترهګرو د ځپلو لپاره اړین ګام نه دی اخیستی، چې دا خبره په خپله په دې معامله کې د امریکا دوه مخي ښيي.
امرخیل مسير ورځپاڼې ته وویل: «د ۲۵۰ میليونه یا تر دې د زیاتو مرستو ځنډول سمدستي نه پر پاکستان اغېز کوي او نه یې د ترهګرو له ملاتړ لاس په سر کوي، دا یوه شعاري خبره ده چې امریکا پرې ځان ته په نړیواله کچه برأت ورکوي».
دی وايي، د امریکا د نورو متحدینو له پرله پسې اعتراضونو وروسته امریکا اړ شوه چې له پاکستان سره کېدونکې مرستې وځنډوي.
نوموړی وايي، که امریکا رښتیا غواړي چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي نور عملي ګامونه دې واخلي.
سیاسي کارپوه یوسف امین ځاځی وايي، د پاکستان او امریکا تر منځ لا هم د پردې تر شا معاملې شته او یوازې د پردې پر مخ امریکا پر پاکستان د فشارونو خبره کوي.
ځاځي مسير ورځپاڼې ته وویل: «امریکا تر موږ او تاسو ښه پوهیږي، چې ترهګر چېرته دي؟ څوک یې روزي او موخې یې څه دي؟ خو د خپلو معاملو له مخې یې بیا هم تر ننه له پاکستان سره مرستې کولې او د پردې تر شا لا هم معاملې ورسره لري».
دی وايي، په عمل کې امریکا د پاکستان پر وړاندې هېڅ ګام نه دی اخیستی او د مرستو بندېدو خبره هم په جدي ډول نه ده مطرح شوې بلکې يوازې د ځنډول کېدو خبره يې شوې ده.
یوسف امین ځاځی وايي، څو ورځې به پاکستان بیا نمایشي عملیات وکړي او امریکا به د تېر په څېر قانع کړي، چې د ترهګرو خلاف یې اړین ګامونه اخیستي نو مرستې به بېرته ورکړي.
هغه وايي، که امریکا په سیمه کې د ترهګرو مرکزونه نه غواړي نو له پاکستان سره په اړیکو باید له سره غور وکړي.
بل سیاسي کارپوه حسین سجادي وايي، پر پاکستان د امریکا د فشار خبرې تر اوسه یوازې رسنیزه بڼه لري او د ټرمپ د ټوېټر یو پوسټ به پاکستان ډېر تر فشار لاندې را نه ولي.
هغه مسير ورځپاڼې ته وویل، د پاکستان په اقتصاد کې ۲۵۰ میليونه ډالره هېڅ اغېز نه لري ځکه نو امریکا باید نورې لارې وکاروي او پر چین فشار راوړي څو پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر کړي.
سجادي وايي، پاکستان د امریکا بدیل په اسانۍ موندلی شي؛ خو امریکا باید له وړاندې داسې زمینه سازي وکړي، چې پاکستان نه بدیل ومومي او نه د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړی شي.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي نظیم سمون لیکلي، کله چې تېر کال د ۷۳ پاکستاني جنرالانو نومونه د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ته وړاندې شول نږدې ۷۰ هغو یې د امریکا او برېټانیا ګرین کارتونه لرل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.