په کابل کې د سيمې په کچه د اوسپنې ويلي کولو تر ټولو لويه فابريکه پرانيستل شوه

ولسمشر محمداشرف غني وايي، غواړي افغانستان د پولادو په صادروونکي هېواد بدل شي. محمد اشرف غني پرون په کابل کې د خان سټيل په نوم د اوسپنې ويلي کولو د يوې فابريکې د پرانيستلو پر مهال وويل، افغانستان له دوو میلیاردو ډالرو ډېرې ارزښتمنې د اوسپنې زېرمې لري، چې په وينا يې سره له دې هم هره ورځ درې نیم زره ټنه سيخ له بهرنيو هېوادونو وارديږي.
ولسمشر وویل، سږ کال په افغانستان کې د شپږو فابريکو پر مټ د پولادو د توليد کچه ۲۲۰ زرو ټنو ته رسېدلې ده.
پخوا داغمه یا کباړ اوسپنې چې بېرته ترې کارېدونکي سيخونه جوړېږي، په قاچاقي ډول له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته وړل کېدې.
ولسمشر د دې تر څنګ چې په ملکي برخه کې د داغمې یا کباړ اوسپنو د قاچاق د مخنيوي د هڅو خبره وکړه، ملي دفاع وزارت ته يې هم سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې اړين اقدامات وکړي.
ولسمشر دغه راز له پانګوالو وغوښتل چې د هېواد د اوسپنې د کانونو د را ایستلو او کارولو لپاره له دولت سره همکاري وکړي.
د خان سټيل فابريکې بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې اېښودل شوی چې اوس هره ورځ شاوخوا دوه نیم سوه ټنه ګول سیخ تولیدوي او د دې فابريکې چارواکي وايي چې ډېر ژر به يې د تولید کچه څلور سوه ټنو ته ورسېږي.
په خان سټیل فابريکه تر اوسه ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې د هېواد نږدې ۳۰ سلنه د اړتيا وړ سيخ توليدوي.
د خان سټیل مشر حاجي خان محمد وردګ وویل: «خان سټيل د افغانستان په ودانیو کې د کارېدونکي سيخ له پنځه ویشتو تر دېرش سلنې اړتياوې پوره کولای شي. په دغه فابريکه کې شاوخوا پنځو سوو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې. په لومړي سر کې اویا تخنيکي کسان بهرنيان وو، چې اوس دا شمېره پنځوسو ته راټیټه شوې ده».
د دې فابريکې چارواکي وايي که خام توکي ورته ورسېږي په څلورويشتو ساعتونو کې د څلور سوه ټنه ګول سېخ د تولید وړتيا لري.
وردګ وويل، په پام کې لری چې پر خان سټيل فابريکه له شلو تر دېرشو میلیونو ډالرو نوره پانګونه هم وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وويل، افغانستان لا هم هره ورځ ۴۵۰۰ ټنه ګول سیخ واردوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د توليدېدونکي سيخ کچه ايله تر ۱۰۰۰ ټنو پورې رسيږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.