افغانستان

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.انتونيو ګوتيرش چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د شنبې شپې غونډې ته يې وينا کوله ټينګار وکړ چې د سيمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه بايد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان…
د فراه والي وايي، په دغه ولایت کې د جګړې تر شا بهرني لاسونه دي او وسله وال طالبان په نويو روسي وسلو سمبال شوي دي.د فراه والي محمدعارف شاه جهان له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ويلي، دوی باوري دي چې وسله وال طالبان پولې ته ډېر نږدې روزنځايونه لري:«موږ چې له طالبانو کله وسله نیسو،…
چين غواړي چې له افغانستان سره پر اقتصادي مرستو سربېره نظامي مرستې هم وکړي. د چين مرستيال سفير پرون په کابل کې د افغانستان – چين د اړيکو د ارزونې په موخه جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وويل، هېواد يې پرېکړه کړې چې د تجهيزاتو او روزنې په برخو کې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.په غونډه کې د…
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نوی غړی سيدحفيظ الله هاشمي د امريکا په يوه «نړيوال» پوهنتون کې تر زده کړو وروسته په کابل کې د انګليسي ژبې شاګرد پاتې شوی دی.ښاغلي هاشمي تر دې وړاندې د مشرانو جرګې د دارالانشاء د رييس په توګه هم دنده اجرا کړې ده. د مشرانو جرګې پر وېبپاڼه د نوموړي پېژندګلوي خپره شوې چې…
د کندوز ځينې اوسېدونکي وايي چې د خپلسرو وسله والو فعاليتونه يې ژوند ور تريخ کړی دی.د ناتايید شویو ارقامو له مخې، په کندوز ولایت کې شاوخوا ۳ زره غیر مسوول وسله وال فعالیت لري چې ځینې یې په قتلونو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونو، د ټولنې په بې نظمۍ او د عامو خلکو په ځورولو کې لاس لري. د…
غالۍ اوبدونکي وايي، د غوره غاليو نړيوالو سياليو ته يې تر ټولو غوره غالۍ چمتو کړې وې، خو د صادراتو د پراختيا ادارې د بې پروايۍ له کبله د دوی له لوري چمتو شوې غالۍ په سياليو کې له ګډونه بې برخې شوې دي.د نړۍ د غوره غاليو سيالۍ هر کال د جرمني په ډومټکس نندارتون کې جوړېږي چې د…
په جوزجان کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه روانه ده چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.د جوزجان د والي ویاند وايي، طالبانو په جګړه کې له داعش وسله والو څو کلي هم نیولي دي. د وياند په خبره تر پرون ماښامه پورې د دواړو لورو…
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان له پاره د چین ولسي جمهوریت له نوي سفیر لیو جین سونګ سره کتلي دي.د ملي امنیت سلاکار د چین سفیر ته د هرکلي د ویلو ترڅنګ په نوي ورسپارل شوي دنده کې د بریالیتوب هیله کړې ده. اتمر د چین له نوي سفیر سره په خبرو کې وویل،…
په داسې حال کې چې وزګارتیا لا هم په هېواد کې د یوې جدي ننګونې په توګه پر خپل ځای پاتې ده، د حکومت د کمزوري مدیریت له کبله ګڼ دولتي بستونه تر یوه کال د ډېرې مودې لپاره خالي پاتې کېږي. د خلکو د ادعاوو له مخې په ځینو وزارتونو کې یو بست څو ځله اعلانېږي، له خلکو ازموينې…
د سولې عالي شورا مشر په ترکیه کې د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو په تړاو ويلي چې له وسله والو مخالفينو سره يې غير رسمي تماسونه جريان لري. د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي، چې پرون یې د سولې اړوند د مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي غونډې ته وینا کوله وویل، د…
د پاکستان د دفاع وزير ويلي چې د افغانستان جګړه بايد د پاکستان په خاوره کې ونه شي.خرم دستګير په پاکستان کې خبريالانو ته ويلي، هېواد يې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې، د ترهګرو پټنځايونه يې له منځه وړي او په وينا يې چې ځواکونه يې لا هم له خپلو پولو د دفاع بشپړه وړتيا لري.د…